د غور-کابل پر لویه لار چاودنې ۵ ملکیان ووژل

د غور نقشه

د غور-کابل په لویه لار باندې په یوه چاودنه کې پنځه ملکیان وژل شوي دي.

د غور د والي ویاند محمد عارف عابر وايي طالبانو دا ماین د سړک غاړې ته ایښی و چې د ملکیانو موټر پرې برابر شو.

هغه وویل د ماین چاودنه د بادګاه په سیمه کې شوې او په‌کې ۲ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د غور امنیتي چارواکو ویلي طالبانو څو ساعته د غور-کابل په لویه لار کې له افغان پوځیانو سره جګړه هم کړې ده.

غور د افغانستان له لیرې پرتو او نا امنو ولایتونو بلل کېږي او وروستی ځل سې شنبه طالبانو د دې ولایت د مرغاب ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه چې یوه ورځ وروسته‌یې افغان چارواکو له طالبانو د دې ولسوالۍ د بشپړې تصفیې خبر ورکړ.