صدیقي: د لویې جرګې لپاره له ټاکلې بودجې څه باندې نیمایي سپما شوې

د سولې مشورتي لویه جرګه

د افغانستان حکومت ویلي د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره له ټاکلې بودجې څه باندې نیمایي سپما شوې.

دا خبره نن د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر لیکلې.

ښاغلي صدیقي زیاته کړې د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره ۳۳۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې وه چې له ډلې یې ۱۷۱ میلیونه افغانۍ مصرف شوي او پاتې نور بچت شوي.

د سولې مشورتي لویه جرګه د اسد/ زمري په ۱۷مه د درېیو ورځو په مخه دایره شوه چې په نتیجه کې یې د جرګې شاوخوا ۳،۰۰۰ ګډونوالو ولسمشر اشرف غني ته سلا ورکړه چې د سولې د خبرو لپاره ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.

یو شمېر فعالانو د جرګې لپاره د ۳۳۰ میلیونه افغانیو د بودجې په ځانګړي کولو انتقاد درلود او ویل‌یې چې حکومت بې‌ځایه دومره زیات لګښت کوي.