پېښور کې د برېښنا د پرچاویو په غبرګون لاریون وشو

ارشیف

په پېښور کې نن سلګونه کسانو د برېښنا د پرچاویو په غبرګون لاریون وکړ.

لاریونوال وايي چې حکومت پرې په یوه شپه او ورځ کې تر ۱۰ ساعتونو زیاته برېښنا بندوي او دوی له سختو ستونزو سره مخ شوي.

د خبیرګل په نوم یوه مظاهره‌چي ازادي راډیو ته ویلي: "په نورو سیمو کې برېښنا دوه ساعته پرچاو وي. زموږ سیمه کې ۱۲ تر ۱۴ ساعته برېښنا نه‌وي. اوبه نه‌لرو. ماشومان او ښځې مو سختې په تکلیف دي. له حکومته غوښتنه کوو چې د برېښنا پرچاوي دې نوره لیرې کړي."

د پېښور د برېښنا ادارې چارواکو پرون ویلي په کومو سیمو کې چې خلک د برېښنا بېلونه نه‌تحویلوي او یا برق غلا کوي پرچاوي به پرې زیاته کړي.