افغان پوځیانو په کابل کې پوځي تطبیقات وکړل

د افغان پوځیانو پوځي تطبیقات

د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان پوځیانو په کابل کې پوځي تطبیقات وکړل.

ملي ټلوېزیون د دغو تطبیقاتو وېډیو په ژوندۍ توګه خپروله.

دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دا پوځي مانورونه د کابل په تعلیمي مرکز کې وشول چې په‌کې ځمکنیو، کمانډو، پولیسو، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو او هوايي ځواک منسوبینو درنې او سپکې وسلې وازمویلې او خپله وړتیا یې وښوده.

د بیان له مخې د دې پوځي مانورونه د لیدنې او ارزونې لپاره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، د امنیتي او دفاعي ارګانونو مشران او په کابل کې د مېشتو بهرنیو سفارتونو پوځي اتشو ګډون کړی و.

تر دې مخکې د کندهار په سپین بولدک، د پکتیا په ځاځي اریوب او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالیو کې هم پراخ پوځي تطبیقات شوي و.

په سپین بولدک کې د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا ویلي و چې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د افغانستان د خاورې د ویشتلو په غبرګون‌یې دا پوځي تمرینونه وکړل او غواړي وښيي چې افغان پوځ د افغانستان د دفاع وړتیا لري.