وسلهوالو بریدګرو د مزار شریف-حیرتان په لویه لار کې یو افغان پولیس وژلی او یو ازبکستاني تبعهیې ټپي کړی دی.
دا خبره د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل بریدګرو نن سهار د افغانستان د عامه ساتنې یو پولیس چې د حیرتان د رېل پټلۍ په پروژه کې مؤظف و وواژه او د دغې پروژې یو ازبکستانی کارګر یې ټپي کړ.
عادل وویل ازبکستانی کارګر د درملنې په هدف د ازبکستان ترمز روغتون ته انتقال شوی دی.
دا سږ کال د حیرتان د رېل پټلۍ په کارګرو لومړنی برید بلل شوی دی.
چا تر اوسه د برید مسؤلیت نهدی منلی.
د حیرتانو د رېل پټلۍ له لارې اورګاډي له ازبکستانه-مزار شریف ښار ته تجارتي مالونه وړي راوړي.