د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر وايي، په نږدې راتلونکي کې به د ملي دسترخوان پروګرام پیل شي.
دغه وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د هېواد پر ټولو مستحقو، بېوزلو خلکو، د ملي دسترخوان د پروګرام له مخې د خوراکي موادو د وېش لړۍ پیل شي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر مجیبالرحمن کریمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۳۰» خبریالانو ته وویل، د خلکو د پراختیایي شوراګانو د ترتیب شویو لېستونو په اساس چمتو دي چې په لومړي پړاو کې د هېواد د ۱،۰۰۰ کلیو مستحقو کورنیو ته خوراکي مواد ورسوي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر وویل، د ملي دسترخوان له پروګرام نه به یوه مستحقه کورنۍ چې که په لیرې پرتو سیمو کې هم پرته وي، پاتې نهشي.
د ولسي جرګې له مخالفت وروسته د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د بېوزلو خلکو ته له مرستې سره مخالفت، مناسب کار نهدی او د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر ډاډ ورکوي چې د ملي دسترخوان د پروګرام د روڼتیا لپاره داسې دقیق پروګرامونه ترتیب شوي چې د ولسي جرګې قناعت به حاصل کړي.