'دفاع وزارت د ځینو اسیرو او قرباني سرتېرو حقوق نه‌ورکوي'

دفاع وزارت

د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ وايي، دفاع وزارت د یو شمېر اسیرو او قرباني سرتېرو حقوق نه‌ورکوي.

افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ چې په جګړه کې د ټپي شویو، اسیرو او وژل شوو سرتېرو لپاره مرستې راټولوي او کورنیو سره‌یې د حق اخیستلو په برخه کې کار کوي وايي چې امنیتي ادارې د افغان سرتېرو حقوق او امتیازات په وخت نه‌ورکوي.

د یاد بنسټ اجرائیه رئیس محمد سلیم وردګ د خبري ناستې پر مهال وویل، حکومت د ډېری هغه سرتېرو کورنیو ته چې د فاریاب په بالامرغاب ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نږدې یو کال لپاره اسیران وو امتیاز او حقوق نه‌ورکوي.

د دې ترڅنګ د یو شمېر قرباني سرتېرو کورنۍ وايي دولتي ادارو کې ترې د بډو د ورکولو غوښتنه کېږي، خو دوی یې د ورکولو وس نه‌لري.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې په جګړه کې د زخمي شویو او وژل شویو سرتېرو کورنیو ته امتیازات په خپل وخت د قانون او اصولو په رڼا کې ورکول کېږي.

د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ د کرونا ویروس او قرنطین پر مهال له یادو کورنیو سره په ولایتونو او کابل کې د خوړو او روغتیایي مرستې هم کړې وې، خو اوس وایي چې امنیتي ادارې له دوی سره د همکارۍ پر ځای رقابت کوي او د کارونو مخه‌یې ډب کوي.