چارواکي: ننګرهار کې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیول شوې

ارشیف

پولیسو په ننګرهار ولايت کې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين ازادۍ راډيو ته وويل چې په ننګرهار ولايت کې يې درې عمليات کړي چې په نتيجه کې يې د ټابليټ کا په نوم نشه يي ګوليو او چرسو د قاچاقو مخه نيولې ده.

ښاغلی زياتوي چې، لومړي عمليات يې د ننګرهار په مومند دره ولسوالۍ کې کړي چې په نتيجه کې يې د ټابيټ کا په نوم ۱۷۰ نشه يي ګولۍ نيولي دي.

دوهم عمليات په دربابا ولسوالۍ کې شوي چې په نتيجه کې يې ۱۸ کيلوګرامه چرس نيول شوي دي، دغه ډول دريم او څلورم عمليات د جلال اباد ښار په نهمه ناحيه کې شوي چې په نتيجه کې يې څلور کيلو ګرامه هيرويين نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.