د پوتین سیاسي مخالف روغتون کې د عاجل مراقبت څانګه کې بستر شو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سیاسي مخالف الکسي ناوالني

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سیاسي مخالف الکسي ناوالني د سایبریا د اُمسکِ ښار په یوه روغتون کې د عاجل مراقبت په څانګه کې بستري دی.

د ناوالني ویاندې کیرا یارمیش نن په خپل ټویټر دا پیغام خپور کړی او ویلي یې دي اټکل کېږي چې د فساد ضد دا کمپاینر به مسموم شوی وي.

د یارمیش په لیکنه ۴۴ کلن ناوالني اوس بې‌سده دی.

هغې زیاته کړې الکسي ناوالني د سایبریا له تومسک ښاره د راستنېدو په لار ناروغه شوی او الوتکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

ناوالني په وروستیو کلونو کې څو واره زندان ته لوېدلی او اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ځان کاندید کړي.