اروپایي ټولنه وایي، د بلاروس وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې په نړیوالو معیارونو برابرې نهوې او نتیجهیې نهمني.
اروپایي ټولنې بلاروس کې د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو پایله رد کړې او ویلې یې دي، پر هغو کسانو به بندیزونه ولګوي چې درغلیو او تاوتریخوالي کې یې لاس درلود.
په بلاروس کې د اګسټ د نهمې ولسمشریزو ټاکنو پایلې ناندریزې شوي او هره ورځ زرګونه کسان سړکونو ته راوځي او اعتراض کوي.
اروپایي ټولنه دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پولیسو ته ویلي چې د ده د بریا پر ضد پراخې مظاهرې وځپي.
اروپایي ټولنې پرون چهارشنبه د بلاروس د کړکېچ په اړه فوقالعاده غونډه جوړه کړه او د دغې ټولنې د شورا مشر چارلز میشل وویل، ښکاره پيغامیې دا دی چې تاوتریخوالی باید ودرېږي.
هغه زیاته کړه: "په بلاروس کې اعتراضونه د جیوپولیتیک په اړه نهدي، په لومړي سر کې یې یو ملي بحران دی، دا اعتراضونه د خلکو د حق په اړه دي چې غواړي په ازاد ډول خپل مشر وټاکي، موږ د بلاروسیانو له دې حق سره پرېکنده ولاړ یو چې خپل برخلیک وټاکي، اروپایي ټولنه به ژر پر هغو پام وړ شمېر کسانو باندې بندیزونه ولګوي چې د تاوتریخووالي، د مظاهرهچیانو د ځپلو او درغلیو عاملین دي."
په غونډه کې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل چې هېواد یې د اروپایي ټولنې دورهیي مشري پر غاړه لري، وویل، بلاروس کې وروستۍ ټاکنې نه ازادې وې او نه هم عادلانه.
په بلاروس کې په ۸۰ فیصده رایو پخوانی ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د ټاکنو بریالی اعلان شوی، خو ټاکنیزه سیالهیې دا پایلې تقلبي بولي.
د لوکاشینکا سیالې سویتلانا تیخانوفسکایا چې لسګونه زره کسانیې په ملاتړ اعتراضونو ته راوتلي ویلي، دې ۶۰ تر ۷۰ فیصده پورې رایې ګټلې دي.
بل لور ته په امریکا کې د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن روسیې ته خبرداری ورکړ چې د بلاروس په قضیه کې مداخله ونهکړي.
بایډن ویلي، دا کړکېچ د سیاسي جغرافیې په اړه نهدی، بلکې د خلکو د هغه حق لپاره دی چې غواړي خپل مشر وټاکي.
بایډن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د بلاروس زړورو خلکو وښوده چې غږ یې د وحشت او شکنجې په وسیله نهشي غلی کېدای.