د تخار ولایت چارواکي وايي، د وسلهوالو طالبانو په حمله کې په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې ۱۳ ولسي پاڅونوال او یو سرحدي پولیس وژل شوي دي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن پنجشنبه د طالبانو د برید په اړه ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه شااوخوا ۱۲ نیمې بجې د طالبانو لیزري قطعې د ملک احمد تاتار پر قرارګاه چې د خواجه بهاالدین یو سیمهییز قوماندان دی، حمله وکړه او له بده مرغه په دې نښته کې د ملک احمد تاتار ۱۳ تنه شهیدان شول او ۴ نور ژوبل دي."
د هجري په خبره د طالبانو په برید کې دوه سرحدي پولیس او څلور ولسي پاڅونوال ټپيان شوي هم دي.
د تخار چارواکي وايي چې کمکي ځواک سیمې ته رسېدلی او وضعیت عادي شوی دی.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.