د ټکنالوژۍ لوی شرکت "اپل" پرون لومړنی امریکایي شرکت شو چې بازار کې یې بیه دوه ټریلیونه ډالرو ته ورسېده.
اپل چې ځیرک ایفون ټیلفونونهیې جوړ کړي، د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې لومړنی امریکایي شرکت شو چې بیهیې یو ټریلیون ډالرو ته ورسېده.
له اپل وروسته د تکنالوژۍ نور شرکتونه لکه مایکروسافټ، امازون او ګوګل په بازارونو کې مخته دي چې د هر یوه بیه له یو ټریلیون ډالرو پورته ده.
اپل داسې مهال د بریالیتوب دې کچې ته رسېږي چې د کرونا وبا له کبله اکثره امریکایان له کورونو کار کوي چې دې سره د ټکنالوژۍ د ونډو بیه هم زیاته شوې ده.