پنټاګون: طالبانو د القاعده په ګډون له ترهګریزو شبکو سره روابط ساتلي

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

د امریکا دفاع وزارت وایي، معلومات‌یې ښيي چې طالبانو د القاعده په ګډون له ترهګریزو شبکو سره د ژمنې خلاف روابط ساتلي دي.

د پنټاګون سرپرست سرپلټونکي شان.او.ډانل خپل یوه درې میاشتني راپور کې چې کانګرس ته‌یې چمتو کړی، دغه خبره کړې ده.

په دغه راپور کې لیکل شوي د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د امریکايي قواوو مرکزي قوماندانۍ سنټکام دواړو راپور ورکړی چې طالبانو د القاعده ملاتړ ته دوام ورکړی او حتی پر افغان پوځیانو د بریدونو لپاره له یو بل سره همکاري کوي.

د امریکا دفاع وزارت نږدې دوه میاشتې وړاندې هم ویلي و چې القاعده د هند په نیمه وچه کې د تل په شان د طالبانو له ټیټ رتبه غړو سره همکاري کړې ده.

طالبانو د امریکایي چارواکو د تازه څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ورته ادعا رد کړې او ویلي یې دي، دوی هغې هوکړې ته ژمن دي چې دوحه کې یې له امریکا سره لاسلیک کړې.

له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو شبکو سره د اړیکو شلول د طالبانو یوه اساسي ژمنه وه چې په دې هوکړه کې یې امریکا ته ورکړې.