د ارزګان د ملي امنیت ښاري مدیر په یوه برید کې ووژل شو

د ارزګان نقشه

د ارزګان چارواکي په ترینکوټ کې په یوه برید کې د ملي امنیت د ښاري مدیر د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي نن ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن ماسپښین دوه بجې په ترینکوټ ښار کې شوې ده.

نوموړی وايي، د دغه چریکي برید پر مهال د ملي امنیت د ښار مدیر عبدالرشید پر وژل کېدو سربېره د نوموړي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

عبادي وايي، برید کوونکی چې یو نامعلوم وسله‌وال و، له سیمې په تېښته بریالی شوی، خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې هغه پیدا او ونیسي.

د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا یا کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی.