د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې په هېواد کې د نا ارامیو مخه ونیسي او د پولو کنټرول سخت کړي چې د ده په وینا د بهرنیو د لاسوهنو مخه ونیول شي.
په دې هېواد کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو له ترسره کېدو راهیسې پیل شوي اعتراضونه ۱۱مې ورځې ته غځېدلي دي.
د بلاروس د دولتي خبري اژانس بیلتا د راپور له مخې لوکاشینکا ویلي چې په مېنسک کې باید نوره ناارامي نهوي او زیاتوي چې خلک ستړي شوي او هغوی امن او سوله غواړي.
لوکاشینکا وایي، د پولو دولتي کمېټې ته امر کوي چې د هېواد د پولو امنیت ټینګ کړي ترڅو په دې هېواد کې نا امنیو ته د لمن وهلو په هدف له نورو هېوادونو د سخت دریځو، پیسو، وسلو او مهماتو د ننوتو مخه ونیول شي.