محب او مېلر د تاوتریخوالي پر راکمولو خبرې وکړې

حمدالله محب او جنرال سکاټ مېلر

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په دې هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت له قوماندان سره د تاوتریخوالي پر راکمولو خبرې وکړې.

د ملي امنیت ادارې وویل چې د حمدالله محب او جنرال سکاټ مېلر په نننۍ کتنه کې په هېواد کې د تاوتریخوالي د کچې پر راکمولو او د سولې په هڅو کې د پرمختګ لپاره د افغانستان د دولت او نړیوالو شریکانو پر هڅو او فعالیتونو بحث وشو.

پر افغان چارواکو سربېره د افغانستان د حکومت نړیوالو شریکانو په وار وار پر وسله‌والو طالبانو غږ کړی چې د سولې د خبرو تر پیلېدو مخکې دې شخړې کمې او اوربند وکړي، خو طالبان د جګړې پر دوام ټینګار کوي.