په جرمني کې څارنوالان وایي، هغه عراقي سړي چې په برلین کې یې خپل موټر له څو نورو موټرو سره جنګولی او شپږ تنهیې ټپیان کړي، د اسلامي انګېزې له مخې دا کار کړی دی.
د چارواکو په وینا د ۳۰ کلونو په عمر دغه مشکوک کس تېره شپه ناوخته د برلین په یوه لویه لاره کې پر خپل موټر څو موټر وهلي و.
په برلین کې د څارنوالۍ ویاند وویل چې څېړنې ښیي چې د تېرې شپې پېښه تصادفي پېښه نهوه.
د ویاند په خبره مشکوک کس ظاهراً رواني ناروغي درلوده.
تر دغې پېښې وروسته د برلین د لویې لارې څو برخې د څو ساعتونو پر مخ د ټرافیکو پر مخ تړلې وې.