په تاجکستان کې یوې محکمې ۲۰ تنه په اخوانالمسلمین غورځنګ کې د غړیتوب له امله مجرم پېژندلي او هغوی تهیې له پنځو کلونو تر اوو کلونو پورې د بند سزاوې اورولې دي.
دغه ۲۰ تنه تېره اوونۍ په شمالي ولایت سغد کې د پټو دروازو تر شا محاکمه شوي او د کورنیو غړو او خبریالانو ته اجازه نهوه ورکړل شوې چې د محاکمې په جریان کې یې ګډون وکړي.
د محکمې قاضي انور جان عبدالغفوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې محکوم شوي پر یوه افراطي ممنوعه ډله کې پر غړیتوب تورن وو.
د اخوانالمسلیمن غورځنګ فعالیت په دې هېواد کې منع اعلان شوی.
د راپورونو له مخې د جنورۍ له میاشتې راهیسې په تاجکستان کې له اخوانالسملین سره د اړیکو په تور له ۱۵۰ ډېر کسان نیول شوي دي.