د پامیر ۲۱۷ قول اردو په کندز کې د ۹ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دې قول اردو لهخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسلهوالو پرون قصد درلود چې د دې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړي.
د خبرپاڼې له مخې د دې برید مخه نیول شوې او پر نهو وژل شویو سربېره ۱۲ طالبان هم ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
امام صاحب د کندز یوه له ناامنو ولسوالیو بلل کېږي.