زلمي خلیلزاد ویلي د خپلواکۍ د بیا ګټو کلیزه سږ کال داسې وخت راغله چې د څه باندې ۴۰ کلنې جګړې د ختمولو په هدف په ځینو ننګونو سربېره د سولې خبرې یوه هیله بخښونکي پړاو ته رسېدلي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد بېګا دا خبرې په یو لړ ټويټونو کې کړي.
هغه زیاته کړې افغانانو د سولې لپاره خپله لېوالتیا په ډاګه کړې او بینالافغاني خبرې چې یو تاریخي او حیاتي ګام دی، باید ژر پیل شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د ټولو خواو افغان مشران باید هېواد ته لومړیتوب ورکړي، له تېروتنو درس واخلي او یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.