پومپیو: امریکا هغه توافق ته چې د افغانستان جګړه پای ته رسوي، ژمن دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

امریکا به هغه سیاسي توافق ته ژمن پاته شي چې په نتیجه کې يې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او تضمین کړي چې له افغانستانه به امریکا او متحدانو ته‌یې هېڅ ډول تهدید نه‌پېښېږي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت د پرونۍ خبرپاڼې له مخې، پومپیو د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې د خپلواک، یو موټي، جمهوري او پر ځان د بسیا افغانستان لپاره پر ګډه همکاري ټينګار کړی دی.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه په قطر کې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی ايښودو په هدف موافقه لاسلیک کړه.