د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوو دولتي کارکوونکو په ګډون درې کسان په کابل کې په راکټي حمله کې ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل چې پروني راکټونه له دوو موټرو پر کورونو ویشتل شوي.
ده د کوچنیانو او دوو دولتي کارکوونکو په ګډون د ۱۶ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ، خو د دولتي کارکوونکو هویتیې څرګند نهکړ.
دا راکټي حملې د خپلواکۍ بېرته اخیستلو د ۱۰۱مې کلیزې پر مراسمو وشوې.
د داعش ډلې له خراسان څانګې سره اړوندو سخت دريځو د دغو راکټونو د ویشتلو مسؤلیت منلی دی.