بیلاروس کې د لسمې ورځې لپاره د پراخو لاریونونو دوام

د لاریون کوونکو یو انځور

په بیلاروس کې نن هم لاریون کوونکي د لسمې پرلپسې ورځې لپاره د پلازمېنې مینسک لارو سړکونو ته راوتلي دي.

دوی، چې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرخلاف راوتلي، له واک څخه د ده د لیرې کېدو او د نویو ټاکنو غوښتونکي دي.

د بیلاروس د اپوزیسیون یوې رهبرې ماریا کالیس نیکایا پرون په مینسک کې وویل: "ټولې ستونزې تر ډېره څرګندې دي، چې موږ له مخکې هم په اړه خپل اواز اوچت کړی دی، چارواکي دا نه درک کوي، چې په کار ده زموږ اواز واورېدل شي، موږ غواړو مقامات راته غوږ ونیسي."

په بیلاروس کې نن اعتراضونه په داسې حال کې دوام لري، چې د دغه هېواد ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرون وویل، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ نوې ټاکنې په هغه صورت کې ممکنې دي، که اول اساسي قانون نوی شي.

د ټاکنو کمېسیون الکساندر لوکاشینکا، چې له ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی، د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو د هغه مخالفان وايي په دغو ټاکنو کې درغلي شوې ده.

په پام کې ده اروپايي ټولنه سبا د بیلاروس د وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه راوبولي.