مېلر: افغانستان کې ټول اړخونه دې د تاوتریخوالي پر کمولو غور وکړي

جنرال سکاټ مېلر

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان وايي ټول اړخونه دې د تاوتریخوالي پر کمولو غور وکړي.

جنرال سکاټ مېلر د افغانستان د خپلواکۍ د بیاګټلو د یوسل او یوومې کالیزې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې وویل: "دا یوه غوره ورځ ده چې یو وار بیا د افغانستان د امنیتي ځواکونو او افغانانو د ملاتړ ډاډ ورکړو، د ټولو اړخونو لپاره ښه وخت دی، چې د تاوتریخوالي پر کمولو غور وکړي او پوځي اړخونه وکړای شي، د سولې لپاره سیاسي زمینه برابره کړي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د خپلواکۍ د بیاګټلو د کالیزې په مناسبت په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د خپلواکۍ رسمي مراسم به نن ماښام په جمهوري ریاست کې وي.

بلخوا به نن ماښام د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې برج خلیفه چې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ ده، افغانستانپه ملي بیرغ رڼا شي.

د افغانستان پخواني پاچا امان اله خان د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري پر اته ویشتمه، د هغه وخت له بریتانیا د افغانستان خپلواکي وګټله، دا ورځ له هغې راهیسې په افغانستان کې لمانځل کېږي.