په پام کې ده د جرمونو نړیواله محکمه نن د هغو څلورو مشکوکو کسانو په اړه خپل حکم صادر کړي، چې د لبنان د پخواني صدراعظم رفیق حریري په وژنه کې لاس لري.
دغه څلور مشکوک کسان چې د لبنان د شیعه افراطي ډلې حزب اله غړي معرفي شوي، په ۲۰۰۵میلادي کال د حریري په وژنه تورن شوي وو، په غیاب کې محاکمه کېږي.
تر اوسه د مشکوکو کسانو سلیم جامي عیاش، حسن حبیب مرعي، حسین حسن اونیَسي او اسد حسن صبرا ځایځایګی معلوم نه دی.
د لبنان حکومت او ځینو هېوادونو د رفیق حریري په وژنه کې حزب اله ډله دخیله ګڼلې ده، خو دغې ډلې دا تورونه رد کړي دي.
د رفیق حریري زوی، سعد حریري د هالنډ په هاګ کې د محاکمې په جریان کې حاضر دی.