د غور ولایت چارواکي وايي هڅه کوي، د دولت له وسله والو مخالفانو مرغاب ولسوالۍ بېرته ونیسي.
د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش ازادۍ راډیو ته وویل، په مرغاب کې دېره امنیتي ځواکونه تېره شپه دولتیار ولسوالۍ ته لېږدېدلي دي.
هغه زیاته کړه: "له تېر ماښام وروسته مرغاب ولسوالي په بشپړ ډول د دولت د وسله والو مخالفو ډلو لاس ته ورغلې ده، زموږ امنیتي ځواکونو شاتګ کړی او په دولتیار ولسوالۍ کې دي."
ښاغلی رامش وايي، په وسله واله نښته کې ۳ سرتېري او ۴ د دولت وسله وال مخالفان وژل شوي او څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
د غور امنیتي چارواکي وايي، پر داسې پلانونو کار کوي، چې وکړای شي دغه ولسوالي بېرته د دولت له وسله والو مخالفانو ونیسي.
د دولت کومې مخالفې ډلې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.