افغان ځواکونو د داعش وسلهوالې ډلې قاضيالقضات عبدالله اورکزی وژلی دی.
د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د داعش وسلهوالې ډلې د خراسان څانګې قاضيالقضات عبدالله اورکزی چې "د طالبانو په تخنیکي مرستهیې د ننګرهار پر زندان حمله پلان کړې وه" د افغانستان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو.
د ننګرهار په زندان ډلهییزه حمله کې چې مسؤلیتيې داعش وسلهوالې ډلې منلی وو ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوي وو، د ملي امنیت ریاست په تازه اعلامیه کې د دغې ډلې اصلي طراح د طالبانو ډله ویل شوې ده.
دغه ریاست خپله اعلامیه کې دا نهدي ویلي چې نوموړی چېرته او کله وژل شوی دی.
ا په افغانستان کې د داعش وسلهوالې ډلې درېیم د مهم کس دی چې د افغان ځواکونو له لوري وژل کېږي او یا نیول کېږي.
له دې وړاندې د روانې زمري میاشتې په ۱۲مه د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست ویلي وو چې د داعش ډلې د خراسان څانګې هغه غړی يې وژلی چې د داعش په قصاب مشهور وو.
دا اسدالله اورکزی نومېده چې په ضیاالرحمن هم مشهور وو.
ملي امنیت ریاست زیاتوي چي وژل شوی عبدالله اورکزی د اسدالله اورکزي مرستیال هم و.