د غور ولایت چارواکي تأییدوي چې د دولت وسلهوالو مخالفانو د مرغاب ولسوالۍ په بشپړ ډول نیولې.
د غور د پولیسو ویاند عبدالمعروف رامش ازادي راډیو ته وویل، په مرغاب کې ډېره امنیتي ځواکونه تېره شپه دولتیار ولسوالۍ ته لېږدېدلي دي.
هغه زیاته کړه: "له تېر ماښام وروسته مرغاب ولسوالۍ په بشپړ ډول د دولت د وسلهوالو مخالفو ډلو لاس ته ورغلې ده، زموږ امنیتي ځواکونو شاتګ کړی او په دولتیار ولسوالۍ کې دي."
ښاغلی رامش وايي، په وسلهواله نښته کې ۳ سرتېري او ۴ د دولت وسلهوال مخالفان وژل شوي او څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
د غور امنیتي چارواکي وايي پر داسې پلانونو کار کوي چې وکړای شي دغه ولسوالي بېرته د دولت له وسلهوالو مخالفانو ونیسي.
د دولت کومې مخالفې ډلې د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.