امریکا او روسیې ویانا کې د اټمي وسلو د خبرو درېیم پړاو پیل کړ

ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې چارواکو د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د اټمي وسلو د کنټرول پر موضوع د خبرو درېیم پړاو پیل کړ.

د نیو سټارټ په نوم د ستراتېژیکو وسلو د کنټرول د هغه تړون برخلیک لا هم نامعلوم دی چې په ۲۰۱۰م کال کې لاسلیک شوی و.

د دغو دوه ورځنیو خبرو مشري د وسلو د کنټرول لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی مارشال بیلینګ-سلي او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت معین سرګي ریابکوف کوي.

ښاغلي بیلینګ-سي پرون ویانا ته له رسېدو سره په خپل یوه ټویټ کې وویل چې د امریکا متحده ایالات جدي ډیالوګ ته چمتو دي.

دواړه قدرتونه د نیو سټارټ په نوم د اټمي وسلو د کنټرول په تړون کې پر خپلو پاتې موافقو خبرې کوي.

د دغه دوه اړخیز تړون چې د هر دخیل هېواد د اوږد واټنه اټمي سروکو شمېر محدودوي، په فبرورۍ میاشت کې مهلت پای ته ورسېد.

د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو لومړي دوه پړاوونه په جون او جولای میاشتو کې شوې وې چې د نیوسټارټ تړون په تمدید کې کوم پرمختګ ونه‌شو.