لوکاشینکا: د ولسمشرۍ تازه ټاکنو لپاره دې نوی اساسي قانون تصویب شي

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا

د بلاروس ولسمشر وايي، د ولسمشرۍ تازه ټاکنې په هغه صورت کې کېدای شي چې لومړی په دغه هېواد کې نوی اساسي قانون تصویب شي.

الکساندر لوکاشینکا پرون سې شنبه وویل، که دغه هېواد نوی اساسي تصویب او ټول پوښتنه وکړي، د نوي اساسي قانون په رڼا کې هم پارلماني، هم د ولسمشرۍ او هم محلي ټاکنې ممکنې کېږي.

خو ښاغلي لوکاشینکا پرون په مېنسک کې کارګرانو ته په وینا کې وویل چې هېڅوک پر ده کومه موضوع په زور نه‌شي تپلی.

لوکاشینکا زیاته کړه: "تاسې به هېڅکله ونه‌ګورئ چې زه دې د فشار په نتیجه کې کوم کار ته غاړه کېږدم."

د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر خلاف د ده په ۲۶ کلنه واکمنۍ کې تر ټولو پراخې مظاهرې روانې دي.

دغه مظاهرې د اګسټ پر ۹مه د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته پیل شوې چې لوکاشینا یې ګټونکی اعلان شو، خو ګڼو کسانو ویلي چې په دغو ټاکنو کې درغلي شوې ده.