پکتیکا کې له ۱۴۰۰ کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پکتیکا ولایت کډوالو چارو ریاست مسئولین وایي، چې له ۱۴۰۰ بېرته راستنېدونکو دغو کورنیو سره د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست سرپرست نورولي نعیمي رسنیو ته وویل، چې په دې مرسته کې د همکارو موسساتو په مالي ملاتړ هرې کورنۍ ته ۱۲ چاکې صابون او درې بوتله د مکروب ضد مایع ورکول شوې دي.
دغه مرسته په پکتیکا کې له هغو داخلي بېځایه شویو کورنیو سره وشوه، چې د مختلفو ستونزو له امله له خپلو مېنو بېځایه شوي و.