سي ان ان موندلې چې ایران طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي او ایتلافي ځواکونو د وژنې په خاطر د انعامونو وړاندیز کړی.
سي ان ان په دې اړه یوه راپور کې د امریکا د دوو استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي چې یوازې تېر کال طالبانو شپږ داسې حملې کړي چې د ایران له انعامونو سره تړاو لري.
راپور کې راغلي، دغو کې یوه په تېره ډېسېمبر میاشت کې پر بګرام هوایي اډې موټر بم حمله وه چې ۲ ملکیان یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
راپور کې راغلي، ایران دا انعامونه حقاني شبکې ته ورکول، د دوی په ټکو دا هغه ترهګریزه شبکه ده چې مشري یې د طالبانو د تحریک دویمه درجه مشر کوي.
ایراني چارواکواو طالبانو لا د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ورته تورونه رد کړي دي.
څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو له ازادي راډیو سره مرکه کې ویلي و چې ایران لا هم طالبانو ته وسلې ورکوي.
له دې وړاندې نیویارک ټایمز په یوه راپور کې لیکلي و چې روسیې د طالبانو اړوند جنګیالیو ته د امریکایي ځواکونو د وژنې په بدل کې انعام ورکاوه، خو هغه مهال مسکو او طالبانو دا راپور رد کړ.