افغان امنیتي ځواکونه د غور د مرغاب ولسوالۍ له مرکز نه وتلي دي.
په غور کې د ۲۰۷ ظفر قل اردو د درېمې لوا قومندان محمود اندرابي ویلي، ځواکونه په دفاعي سنګرونو کې دي.
د ده په خبره، طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې طالبان نن له غرمې مخکې د مرغاب ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ ته ننوتلي.
مرغاب د غور له نویو جوړو شویو ولسوالۍ څخه ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.