د پکتیکا په مټاخان ولسوالۍ کې ۱۶ طالبان له افغان ځواکونو سره نښته کې وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې وژل شویو کې د طالبانو یو ډلګی مشر او د لیزري قطعې مسؤل هم شامل دي.
هغه زیاته کړه: "په دغې نښته کې چې هوایي ځواک او ځانګړې قطعې ګډون درلود، طالبانو ته درنه مرګژوبله واوښته، د ولسوالۍ لپاره د دوی نظامي قوماندان، د لیزري قطعې مسؤل اباسین او یو د ماین جوړولو ماهر وژل شوي دي."
جګړه ټوله شپه روانه وه چې د پولیسو په وینا سهار مهال امنیتي ځواکونو ته له کومې مرګژوبلې پرته پای ته ورسېده.
طالبانو لا د مټاخان د جګړې په اړه تبصره نهده کړې.