جوزجان کې د طبیعي ګازو د ۳۶مې نمبر څاه د کېندنې کارونه بشپړ شول

ارشیف

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جوزجان ولایت په یتیم‌تاق سیمه کې د طبیعي ګازو د ۳۶مې نمبر څاه د کېندنې کارونه بشپړ او د استخراج لپاره چمتو شوه.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا د کانونونو او پټرولیم وزارت تر مدیریت لاندې د طبیعي ګازو د کېندنې دوهم پړاو دی چې په نږدې ۴۰ کلونو کې بشپړېږي.

هغه زیاته کړه: "د کانونو او پټرولیم وزارت په جوزجان ولایت کې د طبیعي ګازو د ۳۶مې نمبر څاه د کېندنې چارې بشپړې او د استخراج لپاره چمتو شوه."

نوموړي وویل چې دغه څاه ۱،۶۰۰ متره ژوره ده چې د ګازو له استخراج څخه‌یې د غضنفر ګروپ، بیات پاور او د مزار شریف د برښنا کوډ د فابریکو د برښنا د تولید اړتیاوې پوره کړي.

تر دې وړاندې د روان لمریز کال په لومړیو کې د «A32» شماره طبیعي ګازو د استخراج چارې هم ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغو دوو طبیعي ګازو په استخراج سره د افغان ګازو د تولید وړتیا به نږدې ۳۰۰ زره متر مکعب ته زیات شي او د ګازو له خرڅلاو څخه به دولت نږدې ۸ میلیونه ډالر دولت عاید ترلاسه کړي.