د 'تازه او وچو مېوو او زعفرانو سکټورونو' یا (B to B) ترمنځ دوهمه سوداګرېزه ناسته ترسره شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د عامه اړیکو مسؤل جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه پروګرام د سعودي عربستان د سفیر، په قزاقستان کې د افغان سفیر مرستیال، په هند کې د افغانستان سفارت شارژدافير، د هند په ممبی ښار کې د افغانستان جنرال قونسل، د وزارتونو رئیسانو، په هند، پاكستان، ايران، چين، سعودي عربستان، تاجكستان، تركمنستان، قزاقستان، ترکیه، کاناډا، بلجیم او امریکا کې د افغانستان سوداګریزو اتشهوو او ۱۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون په انلاین ډول ترسره شو.
د دې پروګرام هدف دا دی څو د افغانستان تولیدي او صادراتي توکي نړیوالو بازارنو ته لار پیدا کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، دا ډول ناستې کولای شي افغاني محصولاتو ته د بازار موندلو په برخه کې ګټور ثابت شي.