د ګرځنده ټیلیفونونو له لارې د ګډون حق لپاره د نټفلکس شبکې طرحې

ارشیف

د نټفلکس امریکایي شبکې مسئولانو ویلي، په سویل ختیځه اسیا کې د ګرځنده ټیلیفونونو له لارې د ګډون حق ته ډېرې طرحې لري.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې میاشت به د نټفلکس سیاله شبکه دیزني هاټ سټار په اندونیزیا کې فعالیت پېل کړي.

د نټفلکس یوه مسئول اجی ارورا رویټرز اژانس ته ویلي چې دغې شبکه کې به ډېر محلي محتویات هم ځای پر ځای کړي.

ده ویلي، په سویل ختیځه اسیا کې خلک تر ډېره د مبایل ټیلیفونونو له لارې خپل خدمتونه څاري نو ځکه دوی پرېکړه کړې چې دا خدمتونه ارزانه او ټولو ځیرکو ټیلیفونونو کې د لاس رسي وړ وګرځوي.

نټفلکس په انلاین ډول سینمایي فلمونه او سریالونه وړاندې کوي، دا شبکه د نړۍ په کچه نژدې دوه سوه میلیونه پېرېدونکي لري.