د کابل شکردره ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو تصفیه شوه.
د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې چې نن د اګست ۱۷ یې رسنیو ته استولې راغلي چې د دې ولسوالۍ په تصفیوي عملیاتو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د یوه قومندان په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
د اعلامیې پر اساس په دې عملیاتو کې ۲۵ تنه وسله وال مخالفین چې درې سرګروپان په کې شامل دي، امنیتي ځواکونو نیولي دي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي.
په دې وروستیو کې د کابل پروان پر لارې د ناامنیو څخه شکایتونه ډېر شوي وو.