د کندهار په سپین بولدک کې افغان پوځيانو پوځي تمرینونه وکړل

د افغان پوځيانو هوایي او ځمکني پوځي تمرینونه

افغان پوځیانو پرون د کندهار په سپین بولدک کې ډیورند کرښې ته څېرمه هوایي او ځمکني پوځي تمرینونه وکړل.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا د دغو پوځي تمرینونو او مانورونو پر مهال وویل چې افغان پوځ د ده په خبره د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وړاندې د مقابلې توان لري.

هغه زیاته کړه: "نور تاسې بې‌دفاع خلک نه‌یاستئ. موږ ستاسې بچیان ستاسو ترڅنګ یو. دا تطبیقات چې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وړاندې زموږ د قدرت د نندارې او د پوځي تطبیقاتو په دوام کې کېږي موږ د بولدک د شهیدانو په نوم مسما کوو."

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د زمري په نهمه وروسته له هغه نښته وشوه چې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنه‌یې کوله. په دې نښته کې د افغان چارواکو په وینا ۱۶ ملکي افغانان مړه او ۸۰ نور ټپیان شول.

افغان پوځیانو د ننګرهار په ګوشته او د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هم چې له پاکستان سره سرحد لري جمعه او شنبه پوځي نندارې او مانورونه وکړل.