د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پر ضد لسګونه زره کسانو مظاهره وکړه.
د مېنسک ښار عمومي او اصلي واټونه له مظاهرهچیانو ډک و.
یکشنبه په پراخو مظاهرو کې د ګډونوالو شمېر دوه لکه ښودل شوی هغه څه چې د بلاروس په تاریخ کې بېسارې بلل کېږي.
ټولو په یوه خوله له واکه د الکساندر لوکاشینکا په ګوښه تلو ټينګار کاوه.
الکساندر لوکاشینکا له ۱۹۹۴ کاله راهیسې د بلاروس ولسمشر دی او وروستی وار یې د اګسټ په نهمه د دغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنې په اکثریت وګټلې.
د لوکاشینکا دې بریا خلک او د هغه مخالفان وپارول او له هماغو لومړیو ورځو یې دا دی څه باندې یوه اوونۍ مظاهرې روانې کړې.
پرونۍ پراخې مظاهرې ته د بلاروس د مخالف ګوند مشرې ماریا کلاشنیکاوا چې له ډېر وخت د ولسمشر لوکاشینکا د بېواکه کېدو په لټه کې ده، خبرې وکړې.
هغه وویل: "په ۲۶ کلونو کې لومړی وار دی چې موږ تاسو حس کوو یو ازاده اروپايي ملت یو او په ګډه به موږ بریالي شو. زموږ غوښتنه دا ده چې پخواني ولسمشر الکساندر لوکاشینکا باید استعفا وکړي."
د الکساندر لوکاشینکا په دوره کې هېڅ ټاکنې شفافه نهدي بلل شوي.
د اګسټ د نهمې په ټاکنو کې وروسته له هغه چې لوکاشینا په اکثرو رایو بریالی اعلان شو سیالهیې سویتلانا څېخانوفسکایا وویل چې په اصل کې انتخابات دې ګټلي، خو لوکاشینکا په درغلیو ځان ولسمشر کړ.
هغې ځان لتوانیا ته ورساوه او له هماغه ځایهیې په خپلو خلکو غږ وکړ چې پراخې مظاهرې دې وکړي.
اخوا د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرون خپلو پلویانو ته وویل د ناټو ټانکونه بلاروس ته نږدې درول شوي او غواړي دغه هېواد له سره ټاکنې وکړي هغه کار چې دی بهیې اجازه ورنهکړي.
ده وویل: "ګرانو دوستانو! ما دلته نهیې راغوښتي چې له ما دفاع وکړئ که څه هم دا خبره هم ده. تاسو په ۲۵ کلونو کې اول وار د خپل هېواد، د خپلې خپلواکۍ، خپلو کورنیو، د ژوند ملګرو، خویندو او بچیانو لپاره دلته راغلي یئ."
ناټو د لوکاشینکا ادعاوې چې ګواکې دا تړون د پوځي مداخلې او یا د بلاروس په سرحدونو کې یې خپل پوځیان ځای پر ځای کړي، رد کړې.
اخوا د روسیې جمهوري ریاست کرملېن ویلي ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل بلاروسي سیال الکساندر لوکاشینکا سره ټیلیفوني غږېدلی او ورته ویلي یې دي چې روسیه حاضره ده که بلاروس له بهرني فشار سره مخ وي د خپل پوځي تړون په اساس مرسته ورسره وکړي.
دا د پوتین او لوکاشینکا دوهمه ټيلیفوني اړیکه وه چې په وروستیو ورځو کې ټینګه شوې.
د لوکاشینکا د بیا ټاکل کېدو په غبرګون په پراخو مظاهرو کې شااوخوا اووه زره تنه نیول شوي.
سلګونه مظاهرهچیان ټپيان شوي او د پولیسو لهخوا د زور زیاتي په نتیجه کې لږ تر لږه دوه مظاهرهچیان وژل شوي هم دي.
کوم مظاهرهچیان چې بېرته راخوشې شوي هم په بند کې د پولیسو له بد چلند او وهل ټکولو شکایت لري.
نړیوالې ټولنې په تېره بیا اروپايي ټولنې د بلاروس په وضعیت باندې تېره جمعه فوقالعاده غونډه جوړه کړه او ټينګار یې وکړ چې د بلاروس په چارواکو بندیزونه ولګوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پولنډ ته په سفر کې له بلاروس غوښتي چې له مدني ټولنو او خلکو سره دې تعامل وکړي.
د بلاروس اکثر لیرې او نږدې ګاونډیان لکه لتوانیا، لاتویا او ایستونیا د بیا ځلي ټاکنو په ترسراوي، د سیاسي بندیانو په خلاصون او د وضعې په کرارېدو ټینګار کوي.