پکتیا کې ماینونو چاودنو ۳ افغان سرتېري وژلي او ۲ نور ټپیان دي

ارشیف

د پکتیا په احمدخېلو ولسوالۍ کې نن د دوو ماینونو چاودنو ۳ افغان سرتېري وژلي او ۲ نور ټپیان کړي دي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته وویل: "پکتیا ولایت د احمدخېلو ولسوالۍ په حسن خېلو سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر ګډ اکمالاتي کاروان د سړک غاړې دوو ماینونو چاودنه کړې، چې په دغو دوو چاودنو کې د ملي امنیتي ځواکونو درې سرتېري شهیدان شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي."

ښاغلی مومند وایي، له چاودنې وروسته وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو برید هم کړی، چې له ماتي سره مخ شوی دی.

خو په سیمه کې یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادۍ رادیو ته وویل، چې په دغو چاودنو کې پنځه سرتیري وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.