د افغانستان لپاره د اسیا پراختیايي بانک پر ۳ کلن عملیات پلان هوکړه وشوه

ارشیف

د افغانستان د مالیي وزارت او د اسیا پراختیایې بانک د افغانستان لپاره د دې بانک په درې کلن عملیاتي پلان هوکړه وکړه.

د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال دغه هوکړه تېره ورځ د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس ښاغلي نریندرا سنګرو سره د ویډیو کنفرانس له لارې وکړه.

نوموړي وویل، دغه هوکړه دواړو لوریو د اسیا پراختیایې بانک په درې کلن عملیاتي پلان، د افغانستان لپاره د دې پلان په ارزښت، په دې پلان کې د طبیعي سرچینو، ټرانسپورټ او انرژۍ سکټورونو په برخو کې د لومړیتوب لرونکو ملي پروژو په شاملو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې تر خبرو وروسته لاسلیک کړه.

د مالیې وزارت د معلوماتو په اساس د اسیا پراختیایې بانک درې کلن عملیاتي پلان د ۲۰۲۱–۲۰۲۳ کلونو لپاره دی چې د دې بانک او اسیا زیربنایي وجهي صندوق له لوري تمویلېږي.