اسرائیل د غزې تړانګې په ساحل کې د کب نیونې سیمه وتړله

آرشیف، د اسرائیل ځواکونه

له فلسطيني ملېشه وو سره پر سرحد د تېرې شپې تر شخړې وروسته اسرائیل نن د غزې تړانګې په ساحل کې د کب نیونې یوه سیمه وتړله.

وروسته له هغې چې اسرائیل د حماس افراطي وسله والو پر ځینو مشخصو اهدافو هوايي حملې وکړې، فلسطیني وسله والو د اسرائیل پر جنوب دوه توغندي وتوغول.

د اسرائیل پوځ وايي، د هوايي دفاع د دستګاه په واسطه د دغو دوو توغندیو مخه ونیول شوه.

خو پولیس وايي، د راکټونو د لوېدو له کبله به سدیروت ساحه کې یو کور زیانمن شوی دی.