بیلاروس کې د پراخو لاریونونو تابیا نیول شوې

منسک کې د لاریون کوونکو یو تصویر

د بیلاروس په پلازمېنه منسک او نورو ښارونو کې خلک په مظاهره لارو سړکونو ته راوتلي دي.

د مظاهرې سمبالوونکي وايي اټکل کوي، چې دا به د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو په مخالفت کې تر ټولو پراخې مظاهرې وي.

د ازادۍ تر ملي مارش څو ساعته مخکې په منسک کې د لوکاشینکا په ملاتړ لاریون وشو.

راپورونه وايي دولتي مامورانو او کارګرانو ته ویل شوي وو، که د لوکاشینکا په ملاتړ رابلل شوي لاریون کې برخه وانخلي، له برطرفۍ سره به مخامخ شي.

الکساندر لوکاشینکا خپلو پلویانو ته په خپرو کې ادعا وکړه، چې د بیلاروس په پولو کې ناټو ټانکونه او الوتکې ځای پرځای کړي.

د ده په خبره ګاونډي هېوادونه له بیلاروس نه غواړي، چې له سره د ولسمشرۍ انتخابات وکړي، هغه څه چې د لوکاشینکا په خبره، ده یې له منلو ډډه کړې ده.

خو تر دغو خبرو وروسته د ناټو یوه ویاند د اروپا په ختیځ کې د پوځي وسایطو او الوتکو د ځای پر ځای کولو ادعا چې لوکاشینکا مطرح کړې وه، رد کړه.

د تېرې یکشنبې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ولسمشر الکساندر لوکاشینکا بریالی اعلان شوی، خو پر دغه مستبد رهبر فشارونه زیات شوي، چې تر ۲۶ کلنې واکمنۍ وروسته له واکه لیرې شي.