پکتیا کې د افغان ځواکونو نظامي تطبیقات ترسره شول

دغه نظامي تطبیقات د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اړوند په مڼه جبه کې ترسره کېږي.

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو تطبیقات ترسره شول.

دغه نظامي تطبیقات د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اړوند په مڼه جبه کې ترسره کېږي، کومه چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه نږدې پرته ده.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وایي، چې په دې دوه ساعته نظامي تطبیقاتو کې د افغان هوایي او ځمکني پوځ په ګډون ټولو قطعاتو برخه اخیستي وه او د بریالیو تطبیقانو خبره د ترسره کېدو خبره کوي.

د یادې لوا ویاند ایمل مومند ازادي راډيو ته وویل: "دغه تطبیقات چې د دفاع وزارت او تندر قول اردو په ګډ پلان د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ مڼه جبه کې ترسره شول، د افغان پوځ هوایي او ځمکني قطعاتو، پوله ساتو، هوایي ځواکونو، کومانډو او ضربتي قطعو برخه لرله، چې دوه ساعته یې دوام وکړ او ډېر بریالي تمام شول."

دی وایي، په دې نظامي تطبيقاتو کې د پوځ پلي، کومانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يې وښوده.

په همدې مهال د پکتیا د ولایت مقام ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، چې د دې تطبیقاتو هدف د هېواد دښمنانو او دوستانو ته د افغان پوځ د پیاوړتیا ښودنه وه.

یوازې پکتیا نه بلکې، د یکشنې د ورځې په سهار په کندهار کې او د جمعې په ورځ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم ورته نظامي تطبیقات ترسره شول.