خلیلزاد: ښکېلې خواوې باید ژر بین الافغاني خبرې پیل کړي

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، ښکېلې خواوې باید د سولې هڅې ګړندۍ او هرڅومره ژر چې امکان وي بین الافغاني خبرې پیل کړي.

زلمي خلیلزاد دا خبره تېره شپه د خپلو هغو ټویټونو په دوام لیکلي چې په کې یې د مرکچي پلاوي پر غړې فوزیې کوفي د برید غندنه کړې.


خلیلزاد لیکلي، پر مېرمن کوفي برید د هغو کسانو جرمي او بزدلانه کار دی چې غواړي د سولې بهیر زیانمن کړي.

نوموړي فوزیه کوفي د ښځو فعاله یاده کړې او ویلي یې دي، پر دې ډاډه شوي چې نوموړې سطحي ټپي شوې.

د ولسي جرګې پر دغې پخوانۍ غړې د جمعې په ورځ وسله وال برید وشو چې یوه ګولۍ یې په لاس ولګېده.