بدخشان ولایت ته د نږدې ۲،۰۰۰ کیلو ګرامه کیمیاوي موادو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د تخار ولایت امنیه قوماندان سید معراجالدین سادات رسنیو ته وویل: "۱۹۹۰ کیلو ګرامه امونیم کلورایډ هغه مهال په تخار ولایت کې ونیول شول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او له کندز ولایت څخهیې بدخشان ته قاچاق کول."
دا مواد د هیروئینو د تولید په هدف بدخشان ته قاچاق کېدل چې په تور یې دوه کسان هم نیول شوي دي.