د ډونالد ټرمپ وړوکی ورور مړ شو

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ وړوکی ورور د ۷۱ کلونو په عمر د نیویارک په یوه روغتون کې ومړ.

تر اوسه د رابرت ټرمپ د مړینې لامل معلوم نه‌دی، خو هغه په تېره جون میاشت کې څه باندې یوه اوونۍ په روغتون کې بستر شوی و.

ډونالد ټرمپ پرون شنبه په یوه خپاره کړي پيغام کې ویلي، رابرت‌یې نه‌یوازې ورور، بلکې ملګری هم و چې خاطرې به‌یې تل له ده سره ژوندۍ وي.

ټرمپ د جمعې په ورځ د نیویارک په روغتون کې له خپل ورور سره ولیدل او وروسته د سپیڼې ماڼۍ چارواکو وویل چې د رابرت ټرمپ وضعیت ډېر خراب دی.

ډونالد ټرمپ چې ۷۴ کلن دی خپل مړ شوی ورور یو غلی او د کمو خبرو سړی یاد کړی دی.