په بلاروس کې زرګونه کسانو پرون د اګسټ ۱۵مه، په ټاکنو کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د بریالي کېدو له اعلان سره د مخالفت څرګندونو لپاره سولهییزه مظاهره وکړه.
مظاهرهچیان د بلاروس په پلازمېنه مېنسک او نورو ښارونو کې راوتلي وو.
دا په بلاروس کې د پرلهپسې، سولهییزو مظاهرو اوومه ورځ وه.
د اپوزېسیون کاندیدې، سویتلانا څيخانوسکایا پر خپلو خلکو غږ کړی چې سبا هم خپل سولهییز اعتراض جاري وساتي.
ولسمشر الکساندر لوکاشینکا
هغه په ټاکنو کې د الکساندر لوکاشینکا په وړاندې ولاړه وه.
خو د بلاروس د ټاکنو کمېسیون د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې لوکاشینکا تر ۸۰ فیصده زیاتې رايې ګټلي او څيخانوسکایا ته په سلو کې تر ۱۰ کمې رایې اچول شوې دي.
سویتلانا په هغه ورځ د ټاکنو په کمېسیون کې خپل شکایت ثبت کړ او بیا ګاونډي هېواد، لېتوانیا ته وتښتېده.
سویتلانا څيخانوسکایا ویلي چې د ټاکنو اعلان شوې پایلې نهمني او درغلي شوې ده.
په مېنسک کې پرون ډېر خلک د هغه ۳۴ کلن ځوان جنازې ته ورغلل چې د اګسټ په ۱۰مه په مظاهره کې ووژل شو.
الکساندر ترایکوسکي په مېنسک کې د پوشکینسکایا مترو سټېشن ته نږدې مړ شوی و.
زرګونه کسانو پرون هغه ځای ته د ګلانو ګېډۍ وروړې وې.
یو شمېر خلکو د بلاروس سپين او سور بیرغ پورته کړی وو او ژوندی دې وي بلاروس نارې یې وهلې.
یو شمېر مظاهرهچیانو د څيخانوسکایا په نوم شعارونه لېږدول.
د بلاروس حکومت له روسیې سره د سیاسي او اقتصادي ائتلاف په چوکاټ کې کار کوي.
بلاروس په ختيځه اروپا کې وروستۍ دیکتاتوري بلل کېږي.
دا شپږم وار دی چې الکساندر لوکاشینکا په بلاروس کې د جمهوري ریاست د یوې دورې ګټونکی بلل شوی دی.
لوکاشینکا پر مظاهرهچیانو تور پورې کړی چې له بهره اداره کېږي.
بلاروس کې مظاهره
په بلاروس کې له مظاهرهچیانو سره د حکومتي ځواکونو سخت چلند نړیواله ټولنه په قهر کړې ده.
د جمعې په ورځ د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په بلاروس کې پر وضعیت د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه وکړه.
په غونډه کې د بحث یوه موضوع دا وه چې پر بلاروس بندیزونه ولګول شي.