د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا غواړي له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.
ښاغلی لوکاشینکا وایي، د ولسمشر په توګه د ده د بیا ټاکل پر ضد اعتراضونه یوازې د بیلاروس لپاره ګواښ نه دی.
د بیلاروس دولتي خبري آژانس بیلتا د نوموړي له قوله راپور ورکړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې نن د اګست ۱۵ هم په بیلاروس کې زرګونو کسانو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر وړاندې اعتراضونو ته دوام ورکړ.
تر دې یوه ورځ دمخه د لوکاشینکا عمده ټاکنیزې سیالې سویتلانا څیخانوفساکایا له لیتوانیا څخه په یوه ویډیويي پیغام کې د اونۍ د پای په رخصتیو کې د اعتراضونو پر دوام ټینګار وکړ.
اغلې څیخانوفسکایا همدارنګه زیاته کړه چې د اعتراض کونکو په وړاندې زور زیاتی د منلو نه دی.
هغې زیاته کړې: "موږ باید د بیلاروس په ښارونو کې تاوتریخوالی ودروو، زه له چارواکو غواړم چې زورزیاتی بس کړي او خبرې اترې پیل کړي."
په بیلاروس کې د اعتراضونو پر مهال شا او خوا شپږ زرهاو اوه سوه کسان نیول شوي دي.
دا د لوکاشینکا د ۲۶ کلنې واکنمۍ په ترڅ کې د ده پر ضد تر ټولو لویه ننګونه ګڼل کېږي.